د افغانستان ټولګټو چارو وزارت
د کندوز – تخار لویې لارې د رغولو او بیارغونې کار د څه باندې ۳۸ مېلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او کټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ټولګټو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کندوز - تخار لویې لارې ۲٫۵کیلومتره سړک کرېړ او ۲۳ کیلو متره نور یې بیارغول شوی یا داغګیري شوی دی
:د خبر هم ولولئ
سرپرست حکومت
د سرپرست حکومت مرکزي وياند د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي چې د حجاب، محرم، د ښځو لپاره مناسب ښوونیز او کاري شرایط، په محکمو کې د شریعت د احکامو تطبیق او په ټولنه کې د انحرافي افکارو مخنیوی د یوه ژمن اسلامي حکومت له مکلفیتونو څخه شمېرل کېږي او د یوناما نیوکه د یوه ملت باورونو ته سپکاوی دی.
ښاغلي مرکزي وياند په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې سرپرست حکومت د شریعت د احکامو د پلي کولو لپاره ستره قرباني ورکړې او اوس چې واک ته رسېدلی، باید د شریعت ټول موردونه پلي کړي
یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو پر حقونو، له پاکستانه د افغان کډوالو پر ویستنې، د رسنیزو کارکوونکو پر نیولو، او په افغانستان کې پر هدفي بریدونو بحث کړی دی.
0 Comments
دلته سه غلط وو نه لیکئ مننه